د برېټانیا نوې لومړۍ وزیره وایي دغه هېواد به د انرژۍ د کمښت له بحران ژغوري. لیز ټرس په خپل لومړني خبري کنفرانس کې ویلي چې دمګړی برېتانیا د سترو اقتصادي ستونزو تر څنګ د انرژۍ له کمښت سره مخ ده او د نوموړې لومړی ګام به دا وي چې د انرژۍ د کمښت له امله رامنځته شوی بحران مدیریت کړي. برېټانیا کې د سونتوکو، برېښنا او ګازو کمبود د اوکراین او روسیې تر جګړې وروسته رامنځته شو او لیز ټرس هم په برېټانیا کې د انرژۍ د کمښت ملامتیا پر پوتین چولې ده. ټرس همدا راز له برېټانوي وګړو غوښتي چې د خپلو مالیاتو او مرستو له لارې د برېټانیا اقتصاد بېرته فعال کړي. هغې همدا راز اوکراین ته د ملاتړ او مرستې ډاډ هم ورکړی دی.