امریکا هم په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ترهګرو بې کومې موخې کابل کې د روسیې له سفارت سره چاودنه کړې ده چې دوی یې په کلکو ټکو غندي. ویسټ وایي د خپلې خواخوږۍ مراتب د پېښې له ټولو قربانیانو سره شریکوي او تمه لري چې دغه ډول پېښې ژر تر ژره ختمې شي. پرون په کابل کې د روسیې له سفارت بهر چاودنه وشوه چې په هغه کې د دوو روسي ديپلوماتانو په ګډون ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. افغان امنیتي ادارې د پېښې په اړه د پلټنې خبر ورکوي.