په پاکستان او افغانستان کې وروستي سیلابونه د خوړو د ناورین سبب ګرځېدلي دي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان او تر ډېره په پاکستان کې وروستي سیلابونه به ددې سبب شي چې په یادو دواړو هېوادونو کې د خوړو د کمښت ناورین پراخ شي. ددغه نړیوال بنسټ د معلوماتو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام تر ډېره افغانستان ته خوراکي توکي په پاکستان کې ترلاسه کوي خو اوس چې دلته زرګونه هکتاره ځمکه سیلابونو لاندې کړې ده نو ښايي دوی له ستونزو سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې باید په افغانستان کې له خلکو سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي او د سخت ژمي تر را رسېدو مخکې د خوړو د احتمالي کمېدو مخنیوی په کار دی.