د اوکراین پر اټومي بټیو د روسیې ولکې اندېښنې پارولې دي. د نړیوالو رسنیو د راپور پر بنسټ دمګړی د ژاپوریژیا اټومي بټۍ د روسیې په کنټرول کې ده او د برېښنا تولید یې درېدلی دی. د اوکراین حکومت وایي چې دمګړی له شپږ راکټورونو یوازې یو یې برېښنا تولیدوي. اروپايي ټولنې د روسیې له لوري پر دغه اټومي بټیو ولکه د اندېښنې وړ بللې ده او وایي روسیه نړۍ له اټومي خطر سره مخ کړې ده. ددې تر څنګ ترکیې بیا ویلي چې په دې مسئله کې منځګړیتوب ته تیار دي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې بیا ویلي چې دواړو لورو ژاپوریژیا اټومي بټۍ پر لور توغندي توغولي چې دا کار یې د نړیوالو له ژوند سره لوبې کول دي او باید پر وړاندې یې اقدام وشي.