ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مرستیال مارکس پوتزل په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی تمه لري چې اوسنی حکومت وکړی شي د افغانستان ستونزې حل کړي.
دده په خبره دوی په افغانستان کې د داسې یوه حکومت غوښتونکي دي چې داخلي مشروعیت ولري او ټول افغانان پکې ځان وویني. پوتزل وایي همداسې یو حکومت کولی شي د افغانانو ستونزې حل کړي او دایمي ثبات ته لار هواره کړي.
هغه دمګړی د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی او پر افغان چارواکو یې غږ کړی دی چې د امنیت د لا تامین او خطرونو د ختمولو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.