د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ادعا کوي چې د امریکا په بې پیلوټه برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهر وژل شوی او سرپرست حکومت هم پرې خبر دی. خو د افغانستان سرپرست حکومت وایي، چې دوی تر اوسه داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي چې ګوندې د امریکا په برید کې دې الظواهري وژل شوی وی. نوموړي طلوع نیوز سره په مرکه کې له امریکا او اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د دوحې هوکړهلیک عملي کړي. خلیلزاد په دې اند دی چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو یوازینۍ لار د دوحې هوکړهلیک بشپړ عملي کول دی. نوموړی زیاتوي، سرپرست حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ځینې مسایلو له هغې ډلې د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو ته بیا کتنه وکړي. خلیلزاد د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل او د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید په خپلو وروستیو پرېکړو په تېره بیا د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانېستلو بیا کتنه وکړي.