د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، ټولې حکومتي ادارې مکلفې دي، چې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي او په تدارکاتو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي. ورته مهال د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ټولنه وايي، په دولتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستل کولی شي، د هېواد د کورني تولید برخه پياوړې کړي. دوی له خلکو هم غواړي، چې د سوداګرو او بزګرانو د ملاتړ په موخه له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.







