د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې افغانانو ته باید روښانه شي، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د کوم هېواد له لارې افغانستان ته راځي. نوموړي وايي چې ښايي دا الوتکې په قطر کې له امریکايي اډې الوزي او د پاکستان له لارې افغانستان ته راځي خو په ورته مهال یې څرګنده کړه چې تاجکستان د فرخار ایربیس په نوم یوه پخوانۍ اډه امریکا ته ورکړې، چې د امو سیند په درې کیلومټرۍ کې د تاجکستان په خاوره کې موقعیت لري او په خبره یې ښايي امریکايي ډرون له هماغه ځایه افغانستان ته راځي. نوموړي وویل چې که امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي نو ولې د دوحې مذاکرات یوازې د دوو اړخونو تر منځ تر سره شول. هغه وویل چې یاد مذاکرات ټولشموله نه و بلکې د امریکا او طالبانو تر منځ وو.