د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې ته د رسېدو لپاره یې د پانګونې د جذب اسانتیاوې رامنځته کړې دي. دوی وايي اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره اړینه دده چې خصوصي سکټور په هېواد کې پانګونه وکړي. دوی وايي چې ا.ا د خصوصي سکټور لپاره هېواد کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده. دوی زیاتوي که خصوصي سکټور د هېواد د کرنې، کانونو، انرژۍ د تولید او خدماتو په برخه کې پانګونه وکړي افغانستان به په خورا چټکۍ سره له اقتصادي بحرانه وژغورل شي. د دې وزارت د مسوولینو په خبره د اقتصادي خپلواکۍ لپاره په ملي کچه یوه خوځښت ته اړتیا شته چې د رامنځته کېدو لپاره یې ا.ا لخوا هڅې روانې دي. د ا.ا مسوولین په خصوصي سکټور او پانګه والو غږ کوي چې افغانستان کې د پانګونې د پراختیا لپاره اقدامات ترسره او ا.ا یې هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري.