په کولمبیا د دوو جلا بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، لومړی برید هغه مهال شوی چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د هوايي ځواک یوې اډې ته نږدې چاودنه ورکړل شوه، چې په پایله کې یې ۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. په دویم برید کې د پوځ یوه بلک هاک چورلکه ویشتل شوې چې له امله یې ۱۲ امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی. د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ویلي، دغه بریدونه د پخواني انقلابي وسلهوالو ځواکونو «فارک» ډلې ترسره کړي دي.








