د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د شهیدانو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو اوښتی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي. د سرچینې په خبره، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي بریدونو په پایله کې ۵۸ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي. سرچینې دغه راز ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله هم درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.








