سپینې ماڼۍ پرون په رسمي ډول د ټیکټاک اکونټ پرانیست، څو د دغه لنډو ویډیوګانو له اپلېکېشن چې په امریکا کې تر ۱۷۰ میلیونه زیات کاروونکي لري، د ولسمشر ډونالد ټرمپ پیغامونه خپاره کړي. رویټرز خبري اژانس لیکلي، ټرمپ د دې مشهور اپلېکېشن مینهوال دی ځکه هغه په دې ګومان دی چې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې د ځوانو رایه ورکوونکو د جذب په برخه کې یې ورسره ډېره مرسته کړې ده. د سپینې ماڼۍ د ټېکټاک رسمي اکونټ پرون فعال شوی او لومړۍ خپره شوې ویډیو کې د ټرمپ عکسونه خپاره شوي دي.








