د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ستاینه کړې او هغه یې د جګړې قهرمان بللی دی. ټرمپ په یوه تازه راډیويي مرکه کې ویلي، فکر کوي دی هم د ایران د جګړې قهرمان دی، خو هېڅوک اهمیت نه ورکوي. دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې نړیوالې جزایي محکمې د غزې د جګړې له امله د نتانیاهو د نیولو حکم کړی.








