د مصر او قطر رسنیو د باوري سرچینو له قوله ویلي، حماس په غزې کې د اوربند وروستی وړاندیز منلی دی. د دې وړاندیز له مخې به اوربند ۶۰ ورځې وي او حماس به نیمايي بندیان خوشې کړي. حماس په یوه لنډه اعلامیه کې تایید کړې چې دوی او نورو فلسطیني ډلو د مصر او قطر په منځګړیتوب د اوربند وروستی وړاندیز منلی دی. فلسطیني سرچینو ویلي چې حماس له اسراييلو غوښتي چې۱۴۰ تنه هغه فلسطیني بندیان پر عمري بند محکوم شوي دي او ۶۰ تنه هغه فلسطیني بنديان له ۱۵ کلونو پر زیات بند محکوم شوي دي باید خوشې شي. حماس دغه راز ویلي چې د هر اسراییلي بندي جسد په بدل کې باید اسراییل د ۱۰ فلسطیني مړو جسدونه وسپاري. حماس غورځنګ د اسراییلو له بند څخه د ټولو فلسطیني ښځو او ماشومانو د ازادېدو غوښتنه هم کړې ده.








