رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي غوښتي، چې د سولې لپاره د دونباس سیمې پرېږدي، خو زېلینسکي دغه وړاندیز رد کړی دی. مخکې تر دې ځینو رسنیو خبر ورکړی و، چې ولسمشر پوتین له ټرمپ سره د کتنې پر مهال د دونتسک سیمې د خپلولو او د روسیې له خاورې سره د یو ځای کولو غوښتنه کړې ده.








