د امریکا ولسمشر جو بایډن په مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ځینو پلویانو یې سختې نیوکې وکړې او هغوی یې د امریکا د دیموکراسۍ دښمنان وبلل. بایډن د جمهوري غوښتونکي ګوند هغه غړي او پلویان وغندل چې د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا بیا ستره کړه نظریې ملاتړ کوي. نوموړي د پنسلوانیا په ایالت کې د وینا پر مهال د خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې ددې مفکورې په خلاف مبارزه وکړي. بایډن د ډونالډ ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګریس په ماڼۍ برید کولو ته په اشارې سره وویل چې په امریکا کې د سیاسي تاوتریخوالي لپاره هیڅ ځای نشته. هغه د ټرمپ په پلویانو تور ولګاوه چې غواړي دا هیواد شا ته بوځي. بایډن خبرداری ورکړی چې په هیواد کې برابري او دیموکراسي د برید لاندې دي.