روسیې پر دې هېواد د لویدیځ له لوري د بندیزونو په ځواب کې د کاناډا پر ۵۵ نورو پوځي او سیاسي چارواکو بندیزونه ولګول. دغه چارواکي به اجازه و نه لري چې د روسیې خاورې ته داخل شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې وویل، دغه اقدام یې د روسیې پر اتباعو د اوتاوا له خوا د لګول شویو بندیزونو په ځواب کې کړی دی. دې وزارت همدارنګه ویلي چېو د روسیې د عدلیې وزارت د کاناډا درې غیر دولتي سازمانونه هم د نا مطلوبو سازمانو په فهرست کې شامل کړي دي. تېره اوونۍ کاناډا پر اوکراین د مسکو د یرغل پهخاطر پر نورو ۶۲ روسي اتباعو اویوې دفاعي کمپنۍ بندیزونه لګولي و.








