د برېټانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډېوېډ مېلبند په یوه مقاله کې ویلي چې د وروستیو تحولاتو له امله افغانستان له سختو ستونزو سره مخ دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې د افغانانو لاسنیوی وکړي. دده په وینا په اقتصادي فشارونو، ګواښونو، بندیزونو او بې پروایۍ دې نړیواله ټولنه افغانان بیا ځلې نه مجازات کوي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې باید اقتصاد بېرته فعال شي، نړیواله ټولنه دې خپلې مرستې ډېرې کړي او تر څنګ یې دې له نوي حکومت سره د خبرو له لارې تعامل ته ادامه ورکړل شي. مېلبین ټینګار کوي چې افغانان باید مجازات نه شي بلکې برعکس له دې وګړو سره دې مرستې وشي او د بېوزلۍ د پراختیا اساسي مخنیوی دې وشي.