نړیواله ټولنه باید له نوي افغان حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي. د برېټانیا د پوځ پخواني لوی درستیز نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شوی دی او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له دوی سره تعامل ته ادامه ورکړي.
د کارټر په خبره په نړۍ کې ډېر مسایل شته چې د خبرو له لارې یې د حل امکان شته دی نو له همدې امله له افغان لوري سره هم تعامل او د خبرو دوام باید د نړیوالې تولنې تر ټولو لومړی انتخاب وي. هغه زیاته کړې چې د نوي حکومت چارواکي باید د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او نورو مواردو منلو ته و هڅول شي او دوی د یوه داسې حکومت جوړولو ته تشویق کړل شي چې هغه د اټکل وړ وي او ټول افغانان ځانونه پکې وویني.