د بښنې نړیواله اداره وايي ایران او ترکیه د نړیوالو قوانینو پرخلاف پر افغان کډوالو ډزې کوي. د بښنې نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي هغه افغانان چې د وروستیو تحولاتو له امله له افغانستان وځي ایران او ترکیه ورسره د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د اصولو خلاف عمل کوي او پر دوی بریدونه کوي.
د بښنې نړیوالې ادارې په راپور کې راځي چې پر تش لاسو کډوالو برید او په زور له خپلې خاورې د هغوی ایستل د ټولو هغو قوانینو خلاف عمل دی چې ترکیې او ایران منلي دي. دغه ادارې پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د ترکیې او ایران ددې ظالمانه اقدام په اړه جدي غبرګون وښيي.








