د راپورونو له مخې د ویتنام د ها لونګ بې په نوم سیلاني سیمه کې یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږترلږه ۱۸ کسان مړه او لسګونه نور لادرکه دي. د ویتنامي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کښتۍ کې د عملې په ګډون ۵۳ سیلانیان چې د ویتنام د هالونګ بې په نوم سیلاني سیمې ته تللي وو، خو د ناڅاپاني زورور باران له امله یې کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده. د یادې پیښې په اړه سرچینو ویلي، چې پوله ساتو ځواکونو د کښتۍ ۱۲ سورلي ژوندي ژغورلي او د ۱۸ کسانو مړي یې له اوبو را ایستلي دي.








