د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې په سوریه کې د تاوتریخوالي له پراخېدو اندېښنه لري. ګوتېرېش زیاته کړ، چې د ملکیانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي. نوموړي لیکلي «زه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت څخه د سرغړونې د سملاسي درېدو غوښتونکی یم.» دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ پر یکشنبه په سویدا ولایت کې د دروزي ملیشو او د سوریې د لنډمهالي حکومت ځواکونو ترمنځ نښتو زور اخیستی او لا روانې دي.








