د امریکا د کورني امنیت وزارت منلې، چې د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر هغه کډوال یې چې په جرمونو کې ښکېل وو؛ د سوېلي افریقا اسواټیني هېواد ته لېږدولي دي. د دغه وزارت ویاندې ویلي، دا کسان دومره خطرناک وو چې اصلي هېوادونو یې له منلو انکار کړی و. په دغه کسانو کې د ویتنام، جامایکا، لاووس، کیوبا او یمن هېوادونو وګړي شامل دي، چې د ماشومانو په تښتونې، جنسي تېري او وژنو محکوم شوي دي.








