د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیلې شته چې په راتلونکو ورځو کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د هوکړه وشي. ورته مهال، د فلسطین یو شمېر پلویان د ایټالیا د سیراکوز بندر کې سره راټول شوي څو د نړۍوال ایتلاف د آزادۍ کاروان له خوا یو نوی ماموریت پیل کړي. امریکا د یوه ۶۰ ورځني اوربند له طرحې ملاتړ کوي چې پکې د بندیانو پړاو په پړاو خوشې کول، د غزې له ځينو برخو د اسراييلي ځواکونو وتل او د جګړو د پایته رسولو لپاره د خبرو پیل پکې شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ رویټرز راپور ورکړی و چې د غزې د اوربند خبرې د اسراییلي ځواکونو د شا تګ پر سر د اختلاف له امله درېدلې دي.








