د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ایرانه غوښتي چې له امریکا سره داسې غیراټومي تړون ته غاړه کېږدي چې پکې تهران د یورانیمو غني کولو اجازه ونه لري. اکسیوس خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پوتین دا خبره د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده. په راپور کې راغلي چې پوتین په تېرو اوونیو کې خپله له ایراني چارواکو غوښتي چې د هوکړې پر لور ګام واخلي څو له امریکا سره غیراټومي خبرو اترو ته لار هواره شوي.








