له افغانستان سره د نغدي مرستو په دوام څلوېښت میلیونه ډالر بیا هم کابل ته را رسېدلي دي. د افغانستان بانک په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بشردوستانه مرستو په دوام دا ځل بیا هم د څلوېښت میلیونه ډالرو بسته کابل ته را رسېدلې ده او یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې ده.
سرچینه کاږي چې په دې سره له افغانستان سره د ترسره شوو بشردوستانه مرستو کچه له یو میلیارد ډالرو اوړي. له تېر یوه کال راهیسې نړیواله ټولنه له افغانستان سره نغدي بشردوستانه مرستې کوي چې بیا د موسساتو له لوري په افغانستان کې پر بشردوستانه فعالیتونو وېشل کېږي.