د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه. د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ټولو ګډونوالو هېوادونو د افغانستان د وضعیت پر سر پر امریکا نیوکې وکړې او هغه یې د اوسني وضعیت مسووله وبلله.
روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا افغانستان ته د وضعیت د ښه کولو په موخه تللې وه خو نه یوازې چې په دغه هېواد کې یې دایمی ثبات را نه وست بلکې دلته یې میلیونونه وګړي له ستونزو او لوږې سره مخ کړي دي. دوی پر امریکا نیوکه وکړه چې په شل کلن حضور کې یې افغانستان ته یوازې بدمرغۍ راوړې او د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته یې ګواښ جوړ کړ. امریکايي استازي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او د اوسني وضعیت ډېری مسوولیت یې پر پاکستان او روسیه اچولی دی.