د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د شیدو او لبنیاتو تولید د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیات شوی دی. د مسوولینو په خبره دا مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰ د غواګانو د پالنې فارمونه شتون لري، چې په هر فارم کې په اوسط ډول ۲۰ غواګانې او خوسکي د شیدو د تولید لپاره ساتل کېږي. دوی زیاتوي چې د یادو فارمونو تر څنګ د لوګر ولایت ګڼو اوسېدونکو په خپلو کورونو کې یوه یا دوه غواوې د شیدو لپاره ساتلې دي.







