د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا باید اوکراین ته بیا وسلې واستوي، څو وکولای شي د خپل ځان ښکاره دفاع پرې وکړي. ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې څو ورځې مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و چې ځینې وسلې د زېرمو د کمښت له امله اوکراین ته مستقیما نهاستول کېږي. خو ټرمپ پرېکړه کړې، چې د دفاعي وسلو مرستې بېرته پیل شي او دغه هوايي دفاعي توکو کې «پیټریاټ» توغندي هم شامل دي.








