د بغلان په دوشي، خنجان، برکه، نهرین، دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د یوشمېر کرنیزو پروژو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریییس محمد عمران ویلي، چې یادې پروژې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې له لوري د ۷۲۷ زره ۵۳۳ امریکايي ډالرو په لګښت پلې کېږي، چې موخه یې په یادو سیمو کې کروند ګرو ته د اسانتیاوو برابرول، د ځمکې لاندې د اوبو زېرمه کول، د کرنې د ودې، د خاورو د تخریب مخنیوی او د خوړو خوندیتوب دی. نوموړي زیاته کړې، چې په یادو پروژو کې د استنادي دېوالونو، سربندونو او د کانالونو بیارغول او جوړول شامل دي.







