پاکستان وايي دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د افغانستان پر ضد وکاروي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ددفاع وزیر مولوي یعقوب څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې پاکستان اجازه نه ورکوي څو امریکايي الوتکې د دوی له خاورې تېرې شي او پر افغان خاوره بریدونه وکړي.
پاکستاني لوري ویلي چې دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي. د افغانستان د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکايي الوتکې د پاکستان له خاورې تېرېږي او پر افغانانو بریدونه کوي.
پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکايي الوتکې د پاکستان له خاورې له راتګ پرته له بلې هېڅ خوا افغانستان ته نه شي راتللی او نه هم له پاکستان پرته د سیمې هېوادونه امریکايي الوتکو ته دا اجازه ورکولی شي.