په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي. د خوړو نړیوالې ادارې ویلي چې دوی له لوږې د میلیونونه افغان وګړو د ژغورلو لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. ددغه ادارې مشرې مري آلن په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي همدا اوس له سختې لوږې سره مخ دي او په ۲۴ ساعتونو کې یو وخت ډوډۍ نه شي پیدا کولی.
نوموړې وايي چې ددې تر څنګ بیا میلیونونه افغانان له لوږې د ژغورل کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري او دوی له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه کوي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د روان کال تر پایه له خلکو سره د مرستو لپاره ۹۷۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. ددغه ادارې په خبره تر دې دمه یې له شل میلیونه خلکو سره مرسته کړې ده خو تمه لري چې وکړی شي زرګونه کسان له لوږې او قحطۍ وژغوري.