پاکستان کې سیلابونو درانه ځاني تلفات اړولي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې له وروستیو پېښو سره په دغه هېواد کې په وروستیو اونیو کې د سیلابونو له امله د مړو شوو شمېر زرو کسانو ته رسېدلی دی. پاکستاني رسنۍ وایي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۵ کسان په دغه هېواد کې د سیلابونو له امله وژل شوي دي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې ښيي چې پاکستاني حکومت د خپلو خلکو په ژغورلو کې ناغېړي کړې ده او قصدا یې له هغو کسانو سره مرسته نه ده کړې چې سیلاب یې ژوند له خطر سره مخ کړی و. پاکستانی حکومت وایي دمګړی زرګونه کسان په دغه هېواد کې مرستو ته اړتیا لري.