امریکايي جنرالان وایي پر افغانستان د حکومتونو او ولسواکۍ د امریکایي بڼې تحمیلول یوه ناسمه پرېکړه وه. امریکايي جنرال فرانک مککینزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی په افغانستان کې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره تر یوې کچې د ملت جوړونې هڅو ته اړ وو، خو په دې برخه کې ډېره مداخله او د افغانانو غوښتنو ته نه درناوی د امریکا تېروتنه وه. هغه وایي امریکا او نړیوالې ټولنې باید افغانستان په افغاني موډل یا بڼه اداره کړی وای نه دا چې د خلکو غوښتنو ته په نه کتو یې پر دوی د حکومتولۍ او ملت جوړونې امریکايي بڼه تطبیقوله. هغه همدا راز دا خبره مني چې امریکا د خپل حضور پر مهال افغانانو او د دوی غوښتنو ته لږ پاملرنه کوله چې له همدې امله امریکا په دغه هېواد کې ستره بیه پرې کړه.