په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله نږدې زر تنه وژل شوي او لسګونه زره کورونه ویجاړ شوي دي. سیلابونو په بلوچستان، خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند ایالتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. تر اوسه د سیلابونو له امله شاوخوا ۹۶۰ تنه مړه او زرګونه نور ټپی او نادرکه شوي دي. د پاکستان دطبعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د سیلابونو له امله په ټول پاکستان کې د برښنا پایي نړیدلې، دولتي او شخصي املاک زیانمن شوي او سلګونه زره کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي. یادې ادارې ویلي چې تر اوسه نږدې اته سوه زره څاروي له منځه تللي او تر ۵۰۰ زرو زیات کورونه نړیدلي دي. بلخوا په ځینو سیمو کې بیړنی حالت اعلان شوی او دولتي ښوونځي رخصت شوي دي.