د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې امریکايي بې پيلوټه الوتکو په افغانستان کې ډېر اهداف ویشتلي خو یوازې د شيرپور برید ته رسنیز انعکاس ورکړل شوی او نور پټ پاتې دي. نوموړي ویلي، چې د وروستي امریکايي سرتیري تر وتلو وروسته بې پیلوټه الوتکو په افغانستان کې الوتنې پيل کړې او د ا.ا چوپتیا او عدم اعتراض د دې لامل شول چې امریکا لا جسارت پیدا کړي. حکمتیار دغه راز وویل چې لا هم یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه خپلواک نظر نه لري. نوموړي د شانګهای همکاریو سازمان وړمې ورځې غونډې ته په اشارې وویل، چې د افغانستان په اړه د یادې غونډې وروستی دریځ د امریکا د موقف استازیتوب کاوه. هغه زیاته کړه داسې ښکاري چې هند امریکې ته غاړه ږدي او په وینا یې د اوکراین په اړه د هند نظر مخ په بدلېدو دی.