هند وايي د یوه امن، آرام او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي. د هند ددفاع وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې هند په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی دی.
راجنات سینګ وایي دی پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې په افغانستان کې ټول اړخونه خبرو او د خبرو له لارې د ستونزو حل ته وهڅوي او د یوه پراخ سیاسي جریان د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي. هغه وایي هند د یوه داسې افغانستان غوښتونکی دی چې آرام وي امنیت او دایمي ثبات ولري.
هغه ټينګار کړی چې هند په دې برخه کې له افغانانو سره همکار دی. هندي لوري همدا راز ویلي چې له افغان خاورې دې نورو هېوادونو ته د خطر جوړولو اجازه نه ورکول کېږي او افغانستان دې د یوه مستقل هېواد په توګه ددغه ډول فعالیتونو مخه ونیسي.