افغانستان د پرمختګ لپاره بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا لري. د خوړو د نړیوال پروګرام مشره مري ایلین وایي افغانستان وچکالۍ او جګړو سخت ځپلی دی او په وروستیو کې په دغه هېواد کې هېڅ راز مثبت بدلون نه دی راغلی.
د نوموړې په خبره اوسنۍ بشردوستانه مرستې د افغانستان درد نه شي دوا کولی ځکه په دغه هېواد کې پراخ کار او ډېرو مرستو ته اړتیا ده. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي چې هره ورځ ځان ته خواړه نه شي برابرولی، زرګونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، زرګونه واړه کاروبارونه له منځه تللي دي او د خصوصي سکتور د هڅونې لپاره د پام وړ کارونه نه دي شوي.
ایلین ټينګار کوي چې افغانستان لاسنیوي ته اړتیا لري او ددې چارې لپاره پر نړیوالو د مرستې غږ کوي.