چین وایي افغانستان کې تر هر څه وړاندې اقتصادي رغونې ته اړتیا ده. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان په تړاو دې بېغوري نه کوي او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره دې لاس په کار شي.
هغه زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې دمګړی په افغانستان کې ټوله پاملرنه د نجونو زده کړو او کار ته کړې ده، خو دا چاره قوي اقتصاد ته اړتیا لري. یو ژیاو یونګ وايي نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات او افغانستان کې د امنیت لپاره له اوسني حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بشردوستانه مرستې او د افغانستان د خلکو لاسنیوی شونی نه دی. هغه ټینګار کړی چې تر هر څه وړاندې باید د افغانستان اقتصاد ورغول شي ځکه له فعال اقتصاد پرته د افغانستان هېڅ برخه پرمختګ نه شي کولی.