د امریکا بندیزونو د افغانستان بانکي سیستم له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. امریکا غږ انګلیسي په یوه راپور کې ویلی چې له یوه کال راهیسې د افغانستان بانکي سیستم په ټپه ولاړ دی او له نړۍ سره یې اړیکې پرې شوې دي. سرچینه وایي د امریکا د بندیزونو له امله زرګونه افغانان له ستونزو سره مخ دي او له بهره افغانستان ته د پیسو لېږل ورته ګران شوي دي.
په راپور کې له افغان کډوالو سره مرکې شوې دي او دوی وایي چې د جوړ ناجوړ لپاره ډېرې کمې پیسې افغانستان ته په خورا سختۍ لېږي او بیا یې د کورنۍ غړي هم ددغه پیسو په اخیستلو کې له سختو ستونزو سره مخ وي. سرچینه کاږي چې د امریکا دغه ډول اقدامات کولی شي لا ډېر افغانان زیانمن کړي او د کورنیو اقتصاد ته سخته ضربه ورسوي.