د ننګرهار ولایت د پاسپورټ امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۰میاشتو کې یې څه باندې ۳۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، دغه عواید د ۶۵ زره ۴۹۵ پاسپورټونو د وېش له درکه راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، له یادو عوایدو ۱۲۹ زره ۱۹۰ بهرنیو اتباعو ته د ویزو ورکړه هم شامله ده. د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټ د وېش لړۍ په نورمال ډول روانه ده او هره ورځ په لسګونه کسان د پاسپورټ اخیستو لپاره نوم لیکنه کوي.