د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولین وایي، چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوې ده. مسوولین زیاتوي چې په ساحه کې د شوې سروې او پلان مطابق یې د ښارګوټي په ختيځ لوري کې (۲۰) متره، (۲۵) متره او (۱۵) متره سړکونه په نښه کړي. سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې خدماتي ساحې او د بلاکونو وېشنه د پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې په اساس ترسره شوې، پر دې سربېره یې د ځینو بلاکونو لوړې او ژوروې د تراکتور په وسیله منظمې کړي دي. دکندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په ټوله کې د یاد ښارګوټي چارې په چتکۍ سره روانې دي او ډېرې ژر به بشپړې شي.