د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي؛ اوس په افغانستان کې د لبنیاتو د تولید یو شمیر لوی او منځني شرکتونه فعالیت کوي، چې په دې منځ کې پنځو شرکتونو یې په نږدې وروستیو درېیو کلونو کې په فعالیت پیل کړی دی. مستعین زیاتوي، افغانستان اوس مهال د لبنیاتو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی. نوموړی وايي، هڅه کوي څو په هېواد کې د لبنیاتو تولید د صنعت په پیاوړتیا سره له نورو هېوادونو څخه د لبنیاتو واردات کم کړي. په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، چې له کورنېو تولیداتو او محصولاتو څخه ګټه اخیستل د دې لامل کیږي څو د افغانستان اقتصاد زیاته وده وکړي.