د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند تر منځ د ۷۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان هند ته د ۵۴۱ میلیونه ډالروپه ارزښت صادرات کړي او له هنده یې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي. بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هند بازارونه د افغانستان د محصولاتو لپاره یو ښه مارکېټ ګڼي او د سوداګریزې وېزې په برخه کې سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټينګار کوي. یو شمېر سوداګر هم د سیمې له هېوادو په ځانګړې توګه له هند سره د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوه ځانګړې کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کوي.