د سرپرست حکومت ریاست الوزراء تازه د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، او قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي په اړه حکم خپور کړی. دې تازه حکم کې راغلي، هیڅوک نشي کولی چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ زیات او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول انتقال کړي. د ریاست الوزراء عالي مقام ویلي، که څوک له دې اندازې څخه زیات ډالر انتقالوي، د سرغړونې په صورت کې به د انتقال شوې اندازې مطابق جزا ورکول کېږي، چې له لسو ورځو څخه نیولې تر یو کال بند پورې رسېږي. دې تازه حکم کې راغلي، هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کېږي، د ریاست الوزراء تر لزوم دید پورې به د افغانستان بانک ته سپارل کېږي.