د فاریاب د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو ویلي، چې یاد ریاست د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې څه باندې ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ریاست مسوولین وایي، چې په یاده موده کې یې د برېښنايي او کاغذي پیژندپاڼو د وېش له امله ټولټال ۷۳ میلیونه ۴۶۰ زره افغانۍ راټولې کړې، چې دا د تېر کال په پرتله ۶.۵۴ سلنه زیاتوالی ښیي. د مسوولینو په خبره په تېرو ۹ میاشتو کې ۷۹ زره ۶۹۳ برېښنايي او ۱۴۰ زره کاغذي پیژندپاڼې وېشل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ۲ مرکزونه او د کاغذي تذکرو وېش لپاره ۱۷ مرکزونه فعال دي.