د هېواد په جنوبي ولایتونو کې خلک د ښوونځیو پرانیستل غواړي. بي بي سي انګلیسي د هېواد له لودیځو ولایتونو په تېره له کندها او هلمند په یوه جوړ کړي راپور کې ویلي، چې خلک له ستونزو سره سره خپلو ماشومانو ته د زده کړو او ښوونځیو د تګ زمینه غواړي.
سرچینه وایي دغه سیمې په تېرو کلونو کې سختو جګړو ځپلې وې خو اوس وضعیت ښه شوی دی او د خلکو یوازینۍ ستونزه، بیکاري او کمزوری اقتصاد دی. په راپور کې راځي خلک ټینګار کوي چې باید ماشومان یې ښوونځیو ته لاړ شي او حکومت دې دا زمینه ورته برابره کړي. هلمند او ددغه ولایت ولسوالۍ په تېرو شلو کلونو کې د سختې جګړې شاهدانې وې چې د درنو ځاني تلفاتو تر څنګ یې خلکو او سیمو ته درانه مالي تلفات هم اوښتي دي.