د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د نقشې او نړیوالو معیارونو مطابق، په نادر پښتون واټ کې د خیرخواه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د نادر پښتون واټ د سوداګرو ټولنې رییس مختار شریفي وایي، چې دغه ستر سوداګریز مارکېټ په ۹زره ۶۰۰متر مربع ځمکه کې د دوو تل خونو په ګډون د ۹پوړونو په درلودلو سره ډیزاین شوی دی، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژه د خصوصي سکټور ( د سوداګرو ملي ټولنې) په ملاتړ او د چارو ادارې تر مدیریت لاندې ترسره شوې ده چې مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور یې د مالکیت حق لري.