د اقتصاد وزارت سرپرست او د یوناما رییسې په هیواد کې د خلکو د اقتصادي اړتیاوو په مطابقت د بشري مرستو د وېش پر اغېزناک او راڼه بهیر خبرې اترې کړې دي. د اقتصاد وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف، د کرنې او مالدارۍ او د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا, د خوړو خوندیتوب, ټولنیز خوندیتوب, د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو پر پیاوړتیا, له خصوصي سکټوره پر ملاتړ ټينکار کړی او تخنیکي زدهکړې یې د خلکو د ژوند د ښهوالي لپاره مهمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ډېره د پراختیایي پروژو پر تطبیق تمرکز وشي. په دغې کتنه کې په افغانستان کې د یوناما د مرستیال انډربکا راټواټه په ګډون ځینو نورو چارواکو هم شتون درلود.