د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېري. د یاد وزارت ویاند اخندزاده جواد رسنیو ته ویلي چې، افغانستان د ګول سیخ د تولید په برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی. هغه وایي اوس په هیواد کې د وسپنې ویلې کولو څه باندې ۴۰ کارخونې فعالیت لري او په دغو کارخونو کې په مستقیمه توګه له درې تر څلور زرو تنو په کار بوخت دي. افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د راکړې ورکړې په حال کې دی، تېر کال پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سیخ او په روان کال کې ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه د صادراتو تړون لاسلیک شوی دی. بلخوا د وسپنې د ویلې کولو ټولنې مسوولین وایي، چې په هیواد کې د فولادو د تولید د کارخونو د ملاتړ لپاره، سرپرست حکومت باید د وسپنې ځينې کانونه د دوی په واک کې ورکړي.